یو نورستانۍ ځوان د واده لپاره د خسر کور ته له پنځه ویشت ډیر پسونه اخلي
د نورستان اوسیدونکو لاهم له پیړیو ورپاتې پخواني دودونه پالې.دوي د پخوا په څېر اوس هم په ودونو کې ګڼ واړه او غټ څاروې حلالوې،پخوې يي او هر څاروی په ۲۴ برخو وېشې.په دې ۲۴ برخو کې د قومي مشرانو،مخورو ،میلمنو او دنورو غوښه معلومه ده او هر چاته د هغه د مقام او حیثیت سره سمه ورکوې.