Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

یمن کې حوثي یاغیانو د یوې کښتۍ عمله خوشې کړه

0
د یمن حوثي یاغیانو د ګیلیکسي لیډر په نوم د یوې سوداګریزې کښتۍ عمله خوشې کړې ده.


اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ چې یاغیانو دا کښتۍ د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې په سره سمندر کې پر کښتیو د بریدونو په پیل کې ونیوله.


دا بریدونه د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې په ځواب کې ترسره شول.


امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.


اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی د دې کښتۍ  د عملې ازادول د حوثي یاغیانو لخوا په غزه کې تر اوربند وروسته د بریدونو د کمولو لپاره وروستۍ هڅه ده.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د یمن حوثي یاغیان به د ترهګرو سازمانونو په خپل لیست کې شامل کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса