د اساهي مړی خاورو ته وسپارل شو
آساهي پرون د زده د درېدو له کبله ساه ورکړې وه.
د هغه د جنازې په مراسمو کې چې د کابل په سخي زیارت کې وشول ګڼو ورزشکارانو او خلکو برخه اخیستې وه.
علي رضا آساهي د نړۍ په کچه د افغانستان لپاره د اندام د ښکلا د مخکښانو یا لوی عمر لرونکو په کټګورۍ کې دوه واره اتلولي ګټلې وه.
علي رضا آساهي له بېوزلۍ کړېده.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د پيژندل شوي لوبغاړي راشدخان په شمول یو شمېر خلکو د علي رضا آساهي له کورنۍ سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.