Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

مرموزې ناروغۍ په هند کې ۱۷ تنه مړه کړي

0
په هند کې د هغې مرموزې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ۱۷ کسان یې وژلي دي.


فرانسپرس خبري آژانس د هند تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر د سیمه ایزو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وايي، د ډسمبر میاشتې له پیل راهیسې د دې ناروغۍ په تلفاتو کې ۱۳ ماشومان هم شامل دي.


د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا ناروغي د بدال په نوم د جمو د راجوري سیمې په یوه کلي کې خپره شوې ده. په دې کلي کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې ۲۳۰ کسان قرنطین شوي دي. د ناروغۍ قربانیان د هغو دریو کورنیو غړي دي چې له یوبل سره خپلوي لبري.


د سیمې د یوه طبي پوهنتون متخصص ویلي دي چې دا ناروغي د ناروغ ماغزه او عصبي سیسټم زیانمنوي.


سیمه ایزو چارواکو د دې ناروغۍ له خپرېدو وروسته په سیمه کې ژمنۍ رخصتۍ ځنډولې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса