Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

د کډوالو لویه کمیشنري: طبیعي پېښو لسګونه زره افغانان زیانمن کړي

0
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري وايي، په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله لسګونه زره کسان زیانمن شوي.


 UNHCR پرون پر خپله ویبپاڼه په ټوله نړۍ کې د بحرانونو په څېړنیز راپور کې ویلي چې په دې پېښو کې له ۱۴۵ زرو ډېر کسان زیانمن شوي دي او د دې هېواد ټولو ۳۴ ولایتونو د سېلابونو په څېر طبیعي پېښې او ځینو یې د هوا ډېر ناوړه حالات تجربه کړي دي.


د راپور له مخې د لسګونه کلیوالو سیمو خلک د طبیعي پېښو په نتیجه کې په خپلو کورونو کې پاتې کېدو ته اړ شوي دي ځکه لارې او سړکونه د طبیعې پېښو له کبله زیانمن شوي دي.


له دې مخکې د ناروې د کډوالو شورا چې په افغانستان کې د مرستې پروژې لري، ویلي و، چې افغانستان د دوامداره اقتصادي کړکېچ، بېکارۍ او د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې د رامنځ ته شویو طبیعي پېښو له وجې له لویو ننګونو سره مخامخ دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса