د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوېدل
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لوړې وروسته د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په لوېدو دی او په یوه اوونۍ کې یې شپږ افغانۍ بدلون کړی. ډونالډ ټرمپ د امریکا بهرنۍ مرستې ځنډولي چې ورسره په افغانستان کې خلک او صرافان هم په اندېښنه کې دي.