Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

د دارفور پر روغتون په برید کې ۷۰ تنه وژل شوي

0
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وايي چې په سودان کې د دارفور د محاصره شوې الفاشر ښار په یوازیني فعال روغتون باندې په برید کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.


تېډروس ادهانوم ګبریسیوس نن (یکشنبې- د سلواغې په ۷مه) په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې دا برید «وحشتناک» بللی او لیکلي یې دي چې دغه برید داسي مهال وشو چې د «سعودي عربستان د میندو تعلیمي روغتون» له ناروغانو څخه ډک و.


د سودان کورنۍ جګړه، چې نژدې دوه کاله مخکې پیل شوې وه لا هم دوام لري.


د روغتیا د نړیوال سازمان مشر نه دي ویلي چې په جګړه کې کومه ښکېله خوا پر روغتون د برید مسووله ده، خو سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې دا برید د یاغي ملیشه ډلو له خوا شوی.


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا حمله د «نړیوالو قوانینو سرغړونه» بللې او غندلې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса