په بیلاروس کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي
لوکاشینکو چې ۷۰ کلن دی او په «اروپا کې د وروستي دیکتاتور» په نوم شهرت لري، په ۱۹۹۴ کال کې د بیلاروس د خپلواکۍ د ترلاسه کولو له مهاله د دې هېواد ولسمشر دی. تمه کېږي چې د دې انتخاباتو په نتیجه کې د هغه بریالیتوب اعلان شي.
د بیلاروس د اپوزیسیون مشره، سویتلانا تیخانوفسکایا، چې جلاوطنه ده، د فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې د خپل هېواد روانې ټاکنې "یو طنز" بللی دی.
د اغلې تیخانوفسکایا مېړه له کلونو راهیسې په بیلاروس کې بندي دی او یو کال کېږي چې آن له زندانه بهر سره د تماس نیولو اجازه هم نه لري.
د بشري حقونو د څار بنسټ "ویاسنا" د اټکل له مخې، د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې په دې هېواد کې د سیاسي دلایلو له کبله تر ۵۰ زره زیات کسان نیول شوي دي.