کولمبیا له غیر قانوني کډوالو ډکې الوتکې رد کړې، ټرمپ ورباندي د ۲۵٪ تعرفې لګولو خبرداری ورکړ
ښاغلي ټرمپ پر Truth social پلټفارم په یوه پوسټ کې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۶ مه ویلي چې د کلمبیا دغه اقدام د امریکا د مليامنیت او عمومي خوندیتوب پر وړاندې ګواښ دی.
ټرمپ زیاته کړې چې خپلې ادارې ته یې امر کړی چې د کلمبیا پر هغو سوداګریزو توکو چې امریکا ته ور واردېږي، ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي او داتعرفې دې په یوه اونۍ کې ۵۰ سلنو ته لوړې کړي.
ولسمشر ټرمپ دغه راز د کولمبیا د حکومتي چارواکو پر سفر بندیز او د دوی پر “متحدینو او ملاتړو" د ویزې محدودیتونه هم اعلان کړي دي.