اسراییل: فلسطینیانو ته به وروسته له هغه د بیرته ستنېدو اجازه ورکړي چې یوه اسراییلۍ وګړې خوشې شي
اسرائیل ویلي چې هغه مهال به د غزې اوسېدونکو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي چې د یوې ملکي اسرائیلي وګړې د خوشې کېدو پلان مشخص شي.
له دې سره سیمه ییزو روغیایي چارواکو ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د خلکو په یوې ډلې ډزې کړي چې په پایله کې یې ۲ کسان وژلي او ۹ نوریې ټپیان کړي دي.
خو د اسرائیل پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
د اسوشیتید خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو دغه راز په لبنان کې پر لاریون کوونکو هم ډزې کړي چې په ټکو یې کابو ۱۵ کسانیې وژلي او ۸۰ نور یې ټپیان کړي دي.
معترضین غواړي چې اسرائیلي ځواکونه دې له حزب الله ډلې سره هم د اوربند په اړه د یو بېل تړون له مخې د لبنان له خاورې ووځي.
متحده ایالات حزب الله ترهګر سازمان بولي او اروپايي اتحادیې یوازې د حزب الله پوځي څانګه په خپل تور نوملړ کې شامله کړې ده.
اسرائیل د خپلو ځواکونو د ایستلو خبره رد کړې او لبناني قواووې یې تورنې کړې چې په کافي اندازه هلته مېشتې شوې نه دي.
د لبنان پوځ ویلي، تر هغه چې اسرائیلي ځواکونه له دغه هېواده ونه وځي نه شي کولای خپلې قواوې ځای پر ځای کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وړاندیز کړی چې د غزې ډېری اوسېدونکي باید حد اقل په موقته توګه په نور ځایونو لکه مصر او اردن کېځای پر ځای شي.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفادي د یکشنبې په ورځ وویل چې هېواد د فلسطینیانو هر ډول جبري ځای پر ځای کول په قاطعانه ډول ردوي.
مصر، اردن او فلسطینیانو له دې مخکې د دې ډول سناریو د ردولو تر څنګ اندېښنه ښودلې وه چې اسرائیل به هېڅ کله غزې ته د کډوالو بېرتهستنېدو ته اجازه ورنه کړي.
د حماس یو لوړپوړي چارواکې باسم نعیم ویلي چې فلسطینیان به هیڅ کله داسې وړاندیز ونه مني، حتی په خبره یې که دا "طاهراً د بیارغونې په پلمه په ښهنیت هم" وي.
متحده ایالات او اروپا حماس یو ترهګریز سازمان بولي.
د حماس دغه چارواکي ویلي چې که اسرائیل برمته نیول پای ته ورسوي، فلسطینیان به وکړای شي چې غزه به «ان له مخکې ښه» ورغوي.
اسرائیل د اروبند د هوکړې د یوې برخې په توګه د غزې له څو سیمو وتلي، خو د اسرائیل پوځ خلکو ته خبرداری ورکړی چې د دوی له ځواکونولرې واوسي، هغه ځواکونه چې لا هم په غزه کې دننه په یوه سیمه کې نتزاریم دهلیز او پولې په اوږدو کې موجود دي.
حماس د شنبې په ورځ د اسرائیلو څلور ځوانې ښځینه سرتېرې ازادې کړې او او په مقابل کې یې اسرائیلو هم ۲۰۰ فلسطیني بندیان ازاد کړل.
اسرائیل ویلي چې ټاکل شوې وه د عربل یهود په نوم د اسرائیلي ځواکونو یوه ملکي برمته شوې ښځه هم ازاده شي.
اسرائیل وایي تر هغه چې دا اسرائیلي ښځه ازاده نه شي، د نتزاریم دهلېز به پرانه نیزي.
په ورته وخت کې اسرائیل حماس د هغو برمته شویو کسانو د وضعیت په اړه د معلوماتو د ورکړې په برخې کې ناغېړۍ تورنوي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍخوشې شي.
بلخوا حماس بیا اسرائیل تورنوي چ له دې موضوع د پلمې په توګه کورونو ته د فلسطینیانو د بېرته ستنېدو د ځنډولو لپاره استفاده وکړي.
دغې ډلې په یو بیان کې ویلي چې منځګړو ته یې خبر ورکړی چې یهود ژوندۍ ده او هغه راخوشې کړل شي.
د اسرائیل او حماس ترمنځ په غزه کې د اوربند تړون د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب رامنځته نافذ شو.