Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

ازبکستان ومنله چې د حیرتان- مزارشریف د ریلګاډي عملیاتي چارو ته دوام ورکړي

0
ازبکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت سره موافقه وکړه چې د حیرتان-مزار شریف پر ریللارې د ریلګاډي د تګ راتګ د عملیاتو او ساتنې قرارداد اوږد کړي.


د ازبکستان د ترانسپورت وزارت پرون وویل چې دا موافقه تاشکند ته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ریللارو د ادارې د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د سفر او د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر الهام مخاموف سره په کتنه کې وشوه.


د طالبانو د ریللارو د ادارې مرستیال د جنورۍ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې په تاشکند کې و.


په دې کتنه کې د ترانس-افغان ریللارې د پروژې په کار کې د چټکتیا او د راتلونکو مرحلو د پلان په اړه هم بحث وشو.


ترانس افغان هغه پروژه ده چې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي.


د نوي تمدید شوي قرارداد له مخې به، د ازبکستان د ریللارو د ګډ شرکت یوه فرعي اداره، سوګدیانا ټرانس LLC، د حیرتان-مزار شریف ریل پټلۍ مدیریت ته دوام ورکړي. دا ریللار په ۲۰۱۰ کال د ۱۲۹ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې وه او د بشپړېدو له وخته د سوګدیانا ټرانس له خوا اداره کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса