پاکستاني پوځ وايي بلوچستان کې یې د وسلوالو برید شنډ کړی
پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې اسلامپالو وسله والو هڅه کوله په چاودېدونکو توکو بار یو موټر په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د پوځ په پوسته کې والوزوي، خو بیان زیاتوي چې د پوځ سرتېرو د بریدګرو مخه ونیوله او په نتیجه کې یې موټربم د پوستې له دېوال سره ولګېد او وچاودېد.
د پوځ د بیان له مخې په دې برید کې دوه پاکستاني سرتېرې ووژل شول.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وخت ناوخته پر پوځ او امنیتي ځواکونو حملې کېږي چې مسوولیت یې یا د پاکستاني طالبانو تحرک ټي ټي پی او یا د بلوڅ بېلتونپالو د پوځ په نوم ډله مني.