Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

د سوریې او روسیې چارواکو د انتقالي عدالت په اړه خبرې کړي

0
د سوریې نویو مشرانو نن وویل چې د روسیې له پلاوي سره یې د انتقالي عدالت په اړه خبرې کړې دي.


د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته د روسیې لومړنی پلاوی پرون دمشق ته ورسېد.


د سوریې نوي حکومت په یوه بیان کې ویلي دي چې نوې اداره ټینګار کوي د اړیکو له بیا ټینګېدو سره باید پخوانۍ تېروتنې اصلاح شي، د سوریې د وګړو ارادې ته درناوی وشي او ګټې یې په پام کې ونیول شي.


بیان زیاتوي چې له روسي پلاوي سره د اسد د رژیم له خوا د وحشیانه جګړې قربانیانو ته د عدالت د یقیني کولو په اړه خبرې وشوې.


د روسیې پلاوی پرون سه شنبې داسې مهال دمشق ته ورسېد چې روسیه هڅه کوي په سوریه کې د خپلو دوو پوځي اډو له پلوه ډاډ ترلاسه کړي.


په عین حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه نظریې رد کړي چې ګنې د اسد د واکمنۍ له پرځېدو وروسته مسکو، چې د هغه نژدې متحد و، په منځني ختیځ کې ستراتیژیکه ماته خوړلې ده.


د ریانووستي خبري آژانس د راپور له مخې د روسي پلاوي په ترکیب کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخاییل بوګدانوف او د سوریې لپاره د مسکو ځانګړی استازی الکساندر لاورنتیف شامل دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса