Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

ټرمپ د اسراییلو صدر اعظم ته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړې

0
د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په راروانه اونۍ کې سپینې ماڼۍ ته بللی دی. نتنیاهو لومړنی بهرنی مشر دی چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې د سفر بلنه ورکوي. سپینې ماڼۍ او نتنیاهو دواړو دا خبر تایید کړی دی.


دا اعلان داسې مهال کېږي چې متحدایالتونو پر اسراییلو او فلسطینۍ حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان بولي، فشار زیات کړی دی څو د غزې په څه باندې پنځلس میاشتنۍ جګړه کې وقفه واخلي.


د سپینې ماڼۍ په بلنلیک کې چې د نتنیاهو دفتر پرون له رسنیو سره شریک کړ، د ټرمپ له قوله ویل شوي چې په دې کتنه کې په دې اړه چې په اسراییل او ګاونډ کې یې څنګه سوله راتلای شي او د ګډو دښمنانو پرضد څنګه مقابله کېدای شي خبرې په پام کې دي.


د غزې د اوربند په اړه د خبرو دوهم پړاو چې د راروانې دوشنبې په ورځ پیلېږي او هدف یې د جګړې پای ته رسول دي، ښايي ستونزمن بهیر وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса