طالبانو بهر ته د ډالرو پر لېږد محدودیت وضع کړ
دا فرمان نن، چهارشنبه ( د سلواغۍ ۱۰مه) د طالبانو د حکومت د چارو د عمومي ریاست لخوا پر ایکس پاڼه / پخواني ټویټر خپور شوی دی.
دغه فرمان له افغانستان سره د امریکا د مرستو له ځنډولو وروسته صادر شوی، هغه فرمان چې له امله یې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت کم شو.
په دې شپږ ماده ییز فرمان کې، طالبانو په افغانستان کې دننه په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو کارول منع کړي او له ټولو افغان اتباعو یې وغوښتل چې په ټولو معاملو کې افغانۍ وکاروي.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دوو اونیو کې د امریکایي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت د پام وړ کم شوی دی او یو ډالر شاوخوا اتیا افغانیو ته ختلی دی.