Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

افغانستان کې د ۵۰ موسسو فعالیتونه ځنډول شوي

0
د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته، د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو سازمانونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.


نظري دغه څرګندونې پرون سه شنبه ( د جنورۍ ۲۸مه) ځینو ځایي رسنیو ته کړې دي.


هغه زیاته کړه چې ډیری دا موسسې د کرنې، پوهنې، طبیعي پیښو سره د مبارزې او روغتیایی خدماتو وړاندې کولو په برخو کې فعالې وې.


خو رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ په یوه یادښت کې د حیاتي بشري مرستو لېږل استثنا کړل او دا یې د ټرمپ ادارې لخوا د لګول شوي درې میاشتني بهرني مرستو په کنګل کې شاملې مرستې ونه ګڼلې.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ، د واک له ترلاسه کولو څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې هیواد به یې بهرنۍ مرستې وځنډوي، او ویې ویل چې دا به بیاکتنې ته اړتیا ولري ترڅو وګوري چې"امریکا تر ټولو لومړی"  تګلارې سره سمون لري او که نه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса