اوچا: په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو د شمېر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دوی وایي، له پنځه کلونو کم عمره خوارځواکه ماشومانو شمېر به په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۳ اعشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي.