Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

سوري چارواکو له مسکوه غوښتي چې تیروتنې اصلاح کړي

0
د سوریې نوي مشرتابه له مسکو غوښتي چې د اړیکو د بیا احیا لپاره خپلې تېروتنې اصلاح کړي. 


د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، دا څرګندونې د سوریې د نوي مشرتابه له خوا د روسي پلاوي سره د خبرو پر مهال شوې دي، چې دا مهال سوریې ته په سفر تللی دی. 


دا له هغه وروسته سوریې ته د یوه روسي پلاوي لومړی سفر دی، چې د بشار اسد رژیم نسکور شو. 


روسیه د اسد نژدې ملاتړې بلل کېده. 


د سوریې د مشرتابه په اعلامیه کې راغلي، دوی له روسي چارواکو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې مسکو باید د اړیکو د بیا رغولو لپاره خپلې تېروتنې اصلاح کړي، د سوریې د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي او د هغوی د ګټو لپاره کار وکړي. 


له دې وړاندې د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف په مسکو کې له خبریالانو سره په خبرو کې د روسي پلاوي سفر سوریې ته مهم بللی و. 


پسکوف ویلي، اړینه ده چې له نوي مشرتابه سره دایمي خبرې اترې وساتل شي، او مسکو به په دې لاره کې خپلې هڅې دوامدارې وساتي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина выдала тяжелый матч за полуфинал турнира в Абу-Даби






Два человека погибли в результате падения легкомоторного самолёта в Подмосковье

«112»: легкомоторный самолет разбился у аэродрома в Подмосковье

Крушение самолета в Подмосковье: обстоятельства проверяет прокуратура

В Петербурге бесплатно покажут «Руслана и Людмилу» и «Капитанскую дочку»