Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

طالبانو په افغانستان کې د وسلو په اړه اندېښنې بې ځایه وبللې

0
په افغانستان کې له امریکا څخه د پاتې وسلو په اړه د پاکستان له اندېښنې وروسته د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شته وسلو په اړه اندېښنې بې ځایه وبللې.




د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت کورنیو رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې ټولې وسلې خوندي دي او هیچا ته یې د ناسمې کارونې اجازه نه ورکول کېږي.




ښاغلي فطرت په داسې حال کې دا یادونه کړي ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې عصري وسلو د پاکستان امنیت او خلکو ته مستقیم ګواښ پېښ کړی دی.


د شفقت علي خان په وینا، تحریک طالبان پاکستان ډله له دغو پرمختللیو وسلو کار اخلي او د پاکستان دننه بریدونه کوي.


 


دا په داسې حال کې ده چې سي این این تلویزیون د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې په افغانستان کې د شاوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات، چې د افغانستان د جمهوري نظام امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو، پاتې دي.


په دغو تجهیزاتو کې سپکې او درنې وسلې، مهمات، وسایط، الوتکې او هلیکوپټرونه شامل دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Медведев победил Вавринку и вышел во второй круг турнира ATP в Роттердаме






Дмитрий Маргун раскрыл, как правильно использовать профнастил с высоким профилем для максимальной эффективности

Февральская коллекция обуви Pródan

Бастрыкин взял на контроль ситуацию с недобросовестным подмосковным косметологом

«Взяла малышку и убежала из дома»: как младенец оказался на трассе в Подмосковье