د جرمني پارلمان د کډوالو د مخنیوي طرحې تصویب کړې
دغه طرحې چې شمېر یې معلوم نه دی، د اپوزیسیون د محافظه کارانو له خوا پارلمان ته وړاندې شوې وې چې د ښي اړخې افراطي ګوند (اې.ایف.ډي) په ملاتړ تصویب شوې.
د جرمني (ډي.پي.اې) خبري اژانس لیکلي چې اوسنی حکومت مجبور نه دی چې یادې تګلارې عملي کړي، خو په جرمني کې درې اوونۍ وروسته ټاکنې کیږي او د نظر پوښتنو له مخې (اې.ایف.ډي) یا د جرمني لپاره بدیل ګوند چې د طرحو ملاتړ یې کړی، د بریالي کيدونکو ګوندونو په دویمه درجه کې دی.
د جرمني په ټاکنیزو منډو تروړو کې د کډوالو ضد خبرې او دریځونه وروسته له هغه جدي شول چې تېره اوونۍ په جنوبي ښار اسفانبورګ کې د چړې په یوه برید کې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د هغه برید په تور یو ۲۸ کلن افغان نیول شوی چې ویل کیږي په جرمني کې یې د پناه غوښتنه رد شوې ده.