په امریکا کې یوه الوتکه چې ۶۴ سپرلۍ په کې وې، ټکر شوې او لوېدلې
دغه الوتکه چې ویل کیږي ۶۰ سپرلۍ او ۴ عمله په کې وو، د ریګن هوایي ډګر کې د کیناستو پر مهال له هلي کاپټرې سره ټکر شوه.
چارواکو ویلي چې بلک هاک هلي کاپټر کې درې پوځیان سپاره وو.
تراوسه د دغې پیښې د مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم نه دی، خو نړیوالو خبري اژانسونو لیکلي چې لږ تر لږه ۱۸ مړي له پوتامیک سیند څخه را ایستل شوي دي.
لږ تر لږه ۵ تنه تراوسه ژوندي ژغورل شوي دي.
له دغې پیښې وروسته د رونالډ ریګن هوایي ډګر ټولې الوتنې لغو کړي دي.
د امریکا هوایي کرښو، امریکن ایرلاینز ویلي، دغه مسافر وړونکې الوتکه د تکزاس له هوایي ډګره پورته شوې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له پیښې خبر دی او پر وضعیت څارنه لري.