په امرکیا کې د الوتکو د ټکر د پېښې ۲۸ مړي موندل شوي
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) وویل چې دا پیښه تیره شپه په سیمه ییز وخت شاوخوا نهه بجې شوې او مسافروړونکې الوتکه په پوټامیک سیند کې راغورځیدلې. امیریکن آیرلاینز وویل چې په راغورځیدلې الوتکه کې ۶۰ مسافر او ۴ عمله سپاره و.
چارواکو ویلي چې په بلک هاک هیلي کوپتر کې درې پوځیان سپاره وو.
تر اوسه د دې پیښې د مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم نه دی، خو د راپورونو له مخې تر اوسه د لږ تر لږه ۲۸ کسانو مړي له پوټامیک سیند څخه را ایستل شوي دي.