ایران په روانه میاشت کې لس افغانان اعدام کړي دي
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل ، " د هغوو شمیرو له مخې چې موږ یې لرو، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې لس افغانان، شپږ یې د قتل او څلور یې د مخدره مواد قاچاق په تور اعدام شوي دي ".
د مقدم په خبره، ایران په ۲۰۲۴ کال کې په بیلابیلو تورونو ۵۳ افغانان اعدام کړي دي.
د طالبانو د سترې محکمې یوه پلاوي په تیرې جدي میاشت کې تهران ته د یو سفر په ترڅ کې له ایرانه غوښتي وو چې د افغان بندیانو لیست، په ځانګړې توګه د هغو بندیانو چې په اعدام محکوم شوي له دوی سره شریک کړي.
بل پلو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په عقرب میاشت کې ویلي و "د پام وړ" شمیر افغانان په ایران کې زندانیان دي.
ایراني چارواکو هم تایید کړې چې د بیلابیلو جرمونو له کبله په ایران کې ډیر شمیر افغانان بندیان دي.