پاکستان وايي امریکا ته د تلونکو افغان کډوالو په اړه له متحده ایالتونو سره خبرې کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې د هغو افغان کډوالو د لېږد بهیر بېرته پيل شي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د تګ شرایط پوره کوي.
د یاد وزارت ویاند، شفقت علي خان، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې موضوع په اړه د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ خبرې روانې دي.