ایران څه باندې ۱۳۰۰ افغان کډوال په کُردستان او هُرمزګان ولایتونو کې نیولي
په ایران کې د بې اسنادو کډوالو د نیولو او شړلو په دوام د دغه هیواد یو شمیر امنیتي چارواکو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې په کردستان او هرمزګان ولایتونو کې یې ۱۳۵۲ افغان کډوال نیولي دي.
د نیول شويو او شړل شویو افغان کډوالو کورنۍ په دغه هیواد کې له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.