ډبلیو اف پي وایي د ډالرو لوړېدو اقتصادي بې ثباتي زیاته کړې
د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي وايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیې په لا پریوتو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، چې اقتصادي بېثباتي یې نوره هم زیاته کړې ده.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې نږدې اته فیصده کم شوی دی.