د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې نوی راپور: خلکو ته په سمه توګه د پولیو واکسین نه دی رسېدلی
دې شبکې پرون یکشنبه د یوه تفصیلي راپور په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې دوه ځله د پولیو واکسن له ځنډولو وروسته طالبانو د اکټوبر په وروستیو کې د واکسین اجازه ورکړه خو د واکسین چارې یې جوماتونو او د کلیو مرکزونو ته محدودې کړې.
په راپور کې د افغانستان په شپاړس ولایتونو کې چې د پولیو واکسین لپاره په نښه شوي د ګوزڼ ناروغۍ له ځینو قربانیانو او والدینو سره خبرې شوي او د هغوی په استناد دا خبره شوې چې د واکسین نوې بڼې د دې ډاډ ترلاسه کول چې ټولو ماشومانو ته دې واکسین ورسیږي ستونزمن کړی دی.
د کابل د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخېستل شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه اندیښنه ښودلې وه.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور بر بنسټ، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې په دغه هیواد کې ثبت شوې دي خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تیر میلادي کال کې د پولیو هیڅ مثبته پېښه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې.
په ورته وخت کې د بغلان ولایت د غلام بای کلي اوسېدونکی محمد صابر چې دوه اولادونه یې د پولیو واکسین له تازه پړاوه پاتې شوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
د روغیتايي چارو مختخصین له ډلې یې سیدا جان یوسفزی وايي چې کور په کور د پولیو واکسین د ګوزڼ او نورو ناروغیو د مخینوي لپاره اغیزمنه لاره ده او د دغه لړۍ پر وړاندې ستونزې او محدودیتونه خطرناکه پایلې لرلی شي.
« که ماشومان واکسین نه شي نو د دې امکان شته چې دغه ویروس نورو سیمو ته هم خپور شي، دا نه یوازې افغانستان او پاکستان بلکې د نړۍ لپاره هم یو جدي خطر دی ځکه چې کولای شي په نړیواله کچه د پولیو د لمنځه وړلو هلې ځلې زیانمنې کړي او د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخوي.»
د یادونې ده که څه هم افغانستان په او پاکستان په نړۍ یوازینې دوه هغه هېوادونه چې د پولیو مثبتې پیښې پکې شته خو د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې د محددیتو وراخوا تازه د روغیتا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو ځنډېدل د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونه ګواښي.
که څه هم وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې حیاتي بشري مرستې له د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستو د درولو له فرمانه مستنا دي خو د روغتیا نړیوال سازمان یوې چارواکي ویلي چې موږ په پاکستان او افغانستان کې، د پولیو د ختمولو وروستي پړاو کې یو او د مرستو ځنډېدل په ټوله کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونه ګواښي.