د اسماعیلیه شیعه ګانو مذهبي مشر کریم آغاخان د ۸۸ کلونو په عمر په حق ورسېد
د بیان له مخې د کریم آغاخان د ځایناستي نوم به د هغه له وصیت سره سم د کورنۍ او مذهبي مشرانو په مخکې وروسته اعلان شي. د دې اعلان نېټه نه ده ښودل شوې. د اسماعیلیه ویبسایټ د معلوماتو له مخې د آغاخان ځایناستی به د نوموړي د کورنۍ یا نژدې خپلوانو له نارینه غړو څخه غوره شي.
آغا خان په شل کلنۍ کې هغه مهال چې د هاروارډ پوهنتون محصل و، د اسماعیلیانو د مذهبي مشر په توګه غوره شو.
هغه د افغانستان، تاجکستان او بنګلدېش په ګډون په څه باندې ۳۰ وروسته پاتې هېوادونو کې د میلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي او میلیونونه پلویان لري. د آغاخان خیریه بنسټ چې په افغانستان کې هم د مرستې ګڼې پروژې تمویلوي، د رغنیزو پروژو لپاره یو میلیارد ډالره کلنۍ بودیجه لري.