په جرمني کې یو وار بیا د پناه اخیستو غوښتنې ډېرې شوي
د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د کډوالو لپاره د جرمني د فدرالي ادارې د نویو شمیرو له مخې له سوریانو وروسته افغانان د پناه غوښتونکو دوهمه لویه ډله ده.
د دې ادارې په وینا په جنوري میاشت کې ۱۴۹۲۰ کسانو په لومړي ځل په جرمني کې د پناه غوښتنې کړي چې دا د ډسمبرمیاشتې پرتله ۲۲،۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
له سوریه والو وروسته افغانان د ټولو پناه غوښتونکو ۱۳ سلنه جوړوي.
جرمني تر اوسه د هغو افغانانو چې د مختلفو دلایلو له امله افغانستان پریږدي او غواړي له قاچاقي لارو ځان اروپایي هیوادونو ته ورسوي، تر ټولو مهم منزل یا مقصد دی.
دا په داسي حال کې ده چې د جرمني د پناه ورکولو له سیاست سره د خلکو او سیاستوالو مخالفت ډېر شوی او مخالفتونو په انتخاباتو کې د مهاجرو د مخالفو ډلو د رایو له ډېرېدو سره مرسته کړې ده.