Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2025

سمنګان: په ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
د سمنګان – بلخ پر عمومي لاره په حضرت سلطان په ولسوالي کې د تونس او ۵۸۰ ډوله موټر د ټکر له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.


دا خبره د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبری آژانس نن د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ د ویاند حشمت الله رحماني له قوله کړې خو د پېښې دقیق وخت یې نه دی څرګند کړی.


رحماني همداراز ویليچې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته انتقال شوي.


ویل کیږي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.




 سیمه ییزو چارواکو د دې ټرافیکي پیښې علت د موټرچلوونکي بې احتیاطي بللې ده.


په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د لارو د خرابوالي او د ترافیکي مقرراتو د نه راعایتولو له کبله کېږي.


سږنی کال په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله کمساری بلل شوی دی.


د لیندۍ په ۲۹ مه د ایمرجنسي وغتیايي سازمان پرون په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، د ترافیکي پيښو شمیر پنځه برابره زیات شوی دی.


که څه هم په راپور کې د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه څه نه دي ویل شوي خو راغلي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ او ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر منځ، د ثبت شویو اټکلونو له مخې، په ترافیکي پیښو کې ۷۸.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


ایمرجنسي زیاته کړې، په دې موده کې د پيښو شمیر له ۲۶۶۲ څخه ۵۵۲۰ ته زیات شوی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса