Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2025

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايي، د مرکزي حکومت په مشوره افغانستان ته جرګه استوي

0
د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې ایالت کې د ناامنیو د زیاتوالي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه قبایلي جرګه افغانستان ته واستول شي.


علي امین ګنډاپور وویل چې خیبرپښتونخوا په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله سخته اغیزمنه شوې ده.


د پاکستان جیو نیوز تلویزیون راپور ورکړ چې ګنډاپور په داسې وخت کې افغانستان ته د سولې جرګې د لیږلو په اړه خبرې کوي چې په خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي او پاکستان ادعا کوي چې د پولې هاخوا وسله وال په ناامنیو کې ښکیل دي.


په ورته وخت کې، پاکستاني رسنیو د هیواد کې د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت د وړاندیز شوې سولې جرګې په اړه له افغان لوري سره غیر رسمي خبرې اترې پیل کړې دي.


اسلام آباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري، او له هغو څخه په کار اخیستو په پاکستان کې بریدونه کوي.


په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا رد کړې ده، او ویلي یې دي چې هیڅ هیواد د افغانستان له خاورې څخه نه ګواښل کیږي او پاکستان باید په خپل هیواد کې د ناکرارۍ لاملونه ولټوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса