Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2025

راشدخان د ممبۍ انډینز کېپ ټاون ټیم اتلولۍ ته ورساوه

0
د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله د جنوبي افریقا د شل اووریز لیګ اتلولي وګټله.

د کېپ ټاون ټيم د شنبې په شپه د جنوبي افریقا په شل اووریز تجارتي لیګ کې له سنرایزر ایسټرن کپ سره مخ وو.

د راشدخان ټیم خپلې سیالې لوبډلې ته په شلو اوورونو کې د ‍۱۸۲ منډو هدف ټاکلی وو.


ایسټرن کېپ لوبډله هدف ته په رسېدو پاتې راغله. دغه ټیم د ۷۶ منډو په توپیر لوبه وبایلوده او ټول لوبغاړي یې په   ۱۰۵ منډو وسوځېدل.


د جنوبي افریقا د شل اووریز تجارتي لیګ کې شامل ټیمونه د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.


په همدې سبب هم د دغو ټيمونو د نومونو په سر کې د هند د غوره لیګ د شاملو ټيمونو نومونه راځي.


د راشدخان تر څنګ په ممبۍ انډینز کېپ ټاون ټيم کې د افغانستان دوه نور لوبغاړي صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم لوبېدل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса