د پاکستان پوځ ادعا کوي په ترهګریزو فعالیتونو بوخت افغان یې وژلی
د پاکستان پوځ ویلي ادعا کړې چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل یو افغان تبع یې وژلی دی.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر آی اس پي آر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په شمالي وزیرستان کې يې پوځيانو عملیات کړي او دا افغان تبع یې چې د خوست اصلي اوسیدونکی وو وژلی دی.