عراقچي وايي، ایران د ولسمشر ټرمپ د فشار تر ستراتیژۍ لاندې خبرې نه کوي
ښاغلي عراقچي د شنبې په ورځ پر ټلګرام چینل په یوه بیان کې وویل چې د خبرو لپاره اړتیا ده چې بندیزونه لیرې شي، خو نه دا چې هغه دې د سختې ډیپلوماسۍ تر فشار لاندې ترسره شي چې د هغه په خبره دا به د تسلیمۍ په معنا وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د ایران ستر مشرایت الله علي خامنه یي له حکومت څخه وغوښتل چې له واشنګټن سره خبرې ونه کړي او دا ډول یوه تګلاره یې بې پروایي وبلله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له ایران سره د تایید شوي سوله ییز اټومي تړون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې ایران باید اتومي وسلې ترلاسه نه کړي. خو تهران تل ټینګار کړی چې اتومي پروګرام یې سوله ییز دی. ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست په مخکینۍ دوره کې په ۲۰۱۸ کال کې واشنګټن له هغه تړون څخه وایست او پر ایران یې بیرته سخت بندیزونه ولګول چې متحدو ایالتونو، فرانسې، جرمني، بریتانیا، چین او روسیې له ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک کړی و.