لبنان: د اسراییل په هوايي برید کې ۶ تنه وژل شول
د لبنان دولتي خبري آژانس NNA د لبنان په ختیځ کې جنتا ښار ته نژدې په الشعاره سیمه کې د دښمن د بې پیلوټه الوتکې برید یاد کړی او ویلي یې دي چې په نتیجه کې د شپږو کسانو پر وژل کیدو سربیره دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د اسراییل پوځ پرون د ورځې په پیل کې وویل چې اسراییلي جنګي الوتکو د لبنان په بقاع سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پربنسټ د حزب الله د فعالانو یوځای په نښه کړی و.
پوځ ویلي چې دغه برید وروسته له هغې وشو، چې ترهګرو د تروریستي سازمان اړوند د ستراتیژیکو وسلو د تولید او ذخیرې په دې ځای کې فعالیتونه ترسره کول.
پوځ همدارنګه ویلي چې د اسراییل په وړاندې د هر ډول ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به عملیاتو ته دوام ورکړي او د اوربند د توافق له مخې به پرینږدي چې حزب الله بیرته خپل ځواک راټول کړي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې د ایران له ملاتړې حزب الله او د اسراییل ترمنځ اوربند چې د تیر کال په نوومبر میاشت کې پرې موافقه شوې وه، د فبرورۍ تر اتلسمې پورې غزیدلی دی.