د بارانونو، واورو او طوفانونو په اړه وړاندوینې او د خلکو اندېښنې
د افغانستان په ډیری ولایتونو کې د بارانونو، واورې او طوفانونو په اړه د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وړاندوینې، یو شمیر خلک اندیښمن کړي.
دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د تیرو طبیعي پیښو له امله د دوی سرپناوې زیانمنې شوي او ان د بارانونو په وړاندې خوندي نه دي.