ننګرهار: طالب چارواکي د سلګونو کسانو د نیولو ادعا کوي، خو خلک د ځینو طالبانو له ناوړه استفادې شکایت لري
په ننګرهار کې طالب چارواکي وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ګڼو جرمونو په تور په سلګونو کسان نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز سې شنبه (د سلواغې ۲۳مه) د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې په یوه خبري ناسته کې وویل:
"د امنیه قومندانۍ منسوبینو په یو کال کې ۱۹۷۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. په دې کې یواځې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۶۲۱ بېلابېلې قضیې ثبت کړي، او ۱۲۹۴ مجرمین یې د یادو قضیو په تور نیولي دي. د غلا په تور ۵۲۹ تنه، د قتل په تور ۱۰۰ تنه، د قاچاق په تور ۶۷ تنه، د فریبکارۍ په تور ۷۳ تنه، د رشوت په تور ۲ تنه، د غصب په تور ۱۳ تنه، او خلکو ته د اخطارونو د ورکولو په تور ۱۱ تنه نیول شوي دي."
مبارز زیاتوي، چې سربېره پر دې یې ۶۳ تنه د نامشروعو اړیکو، ۱۴۵ تنه د وهلو ټکولو، ۱۱ تنه د انسان تښتونې، ۳۳ تنه د والدینو د شکایت، او ۲۴۴ تنه د نورو کوچنیو جرمونو په تور نیولي دي.
هغه وايي، د ټولو نیول شویو کسانو دوسیې یې عدلي ارګانونو ته سپارلي دي.
د ننګرهار خلک: امنیت ښه شوی، خو ځینې طالبان ناوړه استفاده کوي
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د غلو او نورو مجرمینو په نیولو سره د ښار او ولسوالیو امنیت تر ډېره ښه شوی، خو لا هم داسې کسان شته، چې د طالب جامې، وسلې او اسنادو څخه ناوړه استفاده کوي او خلک ځوروي.
د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:
"د امنیه قومندانۍ د فعالیتونو په برکت غلاوې او جرمونه کم شوي. خو د طالبانو په صفونو کې هم داسې کسان شته، چې د خپلې وسلې، لباس او نوم څخه ناوړه ګټه اخلي؛ څوک له خلکو پیسې اخلي او څوک هم د شخصي مسایلو له امله خلک ځوروي."
هغه خبرداری ورکړ، که د طالبانو مشران د خپلو خپلسرو غړو مخه و نه نیسي، نو د حکومت او ولس ترمنځ واټن به زیات شي.
د جلال اباد یو بل اوسېدونکی، چې هغه هم نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي:
"زه داسې ډېر کسان پېژنم، چې پخوا یې د حکومتي قومندانانو، وکیلانو او زورواکو له نومونو استفاده کوله، او خلک به یې لوټل. اوس هم هغوي د طالب جامه اغوستې او خپلو غلاوو ته په نوي لباس او نوم دوام ورکوي."
که څه هم د ننګرهار طالب چارواکو د خلکو د دغو شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي، چې دوی په خپلو صفونو کې غلو او د امنیت اخلال کوونکو ته ځای نه ورکوي او د همدې لپاره یې د تصفیې کمیسیون جوړ کړی دی.