Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

په امنیت شورا کې د افغانستان پر سر د امریکا او چین اختلاف

0
د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه د پرېکړه‌لیکونو د مسودې او اجنډا د چمتو کولو پر سر د امریکا او چین ترمنځ اختلاف ژور شوی دی. دا بحث، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې روان و، په وروستیو کې د ولسمشر ډونالډ ‌‌ټرمپ له واک ته رسېدو سره زیات شوی دی.


هغه هېواد چې د یوې ځانګړې قضیې په برخه کې د مسودې د جوړولو او وړاندې کولو واک لري د سولې د ماموریتونو یا بندیزونو د اجرا د څرنګوالي شرایط ټاکلی شي.


هغه لوری چې مسوده چمتو کوي په امنیت شورا کې «قلم لرونکی» بلل کېږي.


د تېر کال په مني کې څرګنده شوه چې چین غواړي د افغانستان د قضیې لپاره د امنیت شورا «قلم‌لرونکی» شي. دا یو مهم اقدام و، نه یوازې د دې لپاره چې دا د چین په ډيپلوماسۍ کې یو بدلون و، بلکې په دې خاطر چې د افغانستان قضیه له هغو نادرو مسایلو څخه ده چې معمولاً منتخبو غړيو یې د قلم‌لرونکي رول لرلی.


بیجینګ څو دلایل لري چې افغانستان او د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی ماموریت (UNAMA) ته پاملرنه وکړي. د دې ماموریت دنده دا ده چې له طالبانو سره د بشري حقونو، بشري مرستو، او نورو موضوعاتو په اړه تعامل وکړي، چې له ۲۰۲۱ راهیسې د کابل له سقوط وروسته یو سخت ماموریت ګڼل کېږي.


د چارو کتونکي وايي چې چین په دوو دلایلو د افغانستان په اړه د مسودو د چمتو کولو د رول غوښتونکی دی، یو د افغانستان له لوري د تروریزم د احتمالي خطر او بل د افغانستان د کاني سرچینو د ارزښت له کبله.


خو د سیاسي چارو افغان نظرخاوند عزت الله پېژاند وايي، امریکا د چین د هدفونو په اړه اندېښته لري:


«د ټرمپ اداره د چین د ستراتیژیو او د پلانونو د اهدافو په اړه اندېښنه لري او ځان مصون نه احساسوي.»


د ۲۰۲۲ په مارچ کې، کله چې د امنیت شورا د یوناما د راتلونکې په اړه بحث کاوه، په داسې حال کې چې د اوکراین د جګړې پر سر د لوېدیځ او روسیې ترمنځ جنجالي بحثونه روان وو، چینایي ډيپلوماټانو خپلو روسي سیالانو ته په پټه وویل چې دواړه موضوعات سره ونه تړي او د افغانستان پر سر د ویټو کارولو هڅه ونه کړي. له هماغه وخته، بیجینګ له طالبانو سره یو تدریجي ډيپلوماټیک تعامل پيل کړی، او تېر کال یې د طالبانو له لوري استول شوی سفیر ومانه.


چین کولی شي د قلم‌لرونکي دنده وکاروي څو د طالبانو د نړیوال مشروعیت موندلو هڅې پیاوړې کړي – داسې یو احتمال چې ګڼ افغان کډوال او د بشري حقونو ډلې یې سخت مخالف دي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر ضد د طالبانو د سیاستونو له امله.


چینایي ډيپلوماټانو په ښکاره ویلي چې دوی غواړي دا رول واخلي، خو د شورا نورو غړو ته یې ډاډ ورکړی چې دا به په مسوولانه ډول ترسره کړي. چین ویلي چې چمتو دی د دې قضیې پر سر له پاکستان، جنوبي کوریا، یا دواړو سره کار وکړي.


بیجینګ همداراز روښانه کړې چې د یوناما په ماموریت کې لوی بدلون نه غواړي، چې ټاکل شوې ده د مارچ میاشتې په نیمایي کې تمدید شي.


د امنیت شورا ډېری غړي فکر کوي چې د چین او جنوبي کوریا ترمنځ شراکت به یو مناسب حل وي. خو پاکستان ټینګار کوي چې د افغانستان د نژدېوالي او امنیتي اندېښنو له امله، دا رول باید دوی ته وسپارل شي.


امنیت شورا معمولاً د قلم‌لرونکو د ټاکلو پر سر د اجماع له مخې توافق ته رسېږي، خو دا ځل د رخصتیو په موسم کې د افغانستان پر سر بحثونه بې‌پایلې پاتې شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Александр Зверев

Теннисист Зверев назвал странным наказание Синнера из-за употребления клостебола






Мать брошенного в захламленной квартире на Западе Москвы ребенка нашли

«Заражение всего организма микробами»: чем грозит двусторонняя пневмония Папе Римскому

РЕН ТВ: в московском торговом центре "Афимолл Сити" произошла массовая драка

Почти 25 домов капитально отремонтировали на улице Покровке