ټرمپ: د اوکرایین ولسمشر دیکتاتور دی، که ژر اقدام ونه کړي د خپل هېواد په نوم څه نه ورپاتي کیږي
ټرمپ ویلي، که زلنسکي ژر اقدام ونه کړي، خپل هېواد له لاسه ورکوي.
ټرمپ دغه نیوکې پر خپل سوشل پلیټ فارم چې د ټورټ په نوم یادیږي، د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ په ۱۹مه) کړي دي.
ټرمپ د اوکرایین ولسمشر زلنسکي له "ټاکنو پرته دیکتاتور" بللی او ویلي دي، که چیرته هغه ژر اقدام ونه کړي، د دې فرصت به ونه لري چې د خپل هېواد په نوم څه ورپاتي شي.
د اوکرایین د اساسي قانون له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې له کله چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی، په دې هېواد پوځي حالت رامنځته شوي او ټاکنې په کې منعه شوې دي.
د زلنسکي د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره د تیر۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې پای ته رسیدلی وه.
له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، ځکه له اوکرایین سره د سولې خبرې اترې نه کوي چې زلنسکي دا واک نه لري چې د اوکرایین د ولسمشر په توګه د سولې تړون له روسیې سره لاسلیک کړي.
ټرمپ وړاندې لیکلي، ښايي زلنسکي وغواړي چې د لودیزو هېوادونو مرستې له اوکرایین سره دوام وکړي.
د ټرمپ په ټکو، "زه له اوکرایین سره مینه لرم"، خو زلنسکي "د اوکرایین سره یوه ناوړې کړنه ترسره کړې".
ټرمپ وړاندې ویلي، د اوکرایین په جګړه کې په میلیونو کسان غیرضرروي وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکرایین پر ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا سختې نیوکې وروسته له هغې کړې چې زلنسکي په سعودي عربستان کې د امریکايي او روسیې چارواکو ترمنځ د اوکرایین د جګړې په اړه خبرو اترو کې د اوکرایین د نه ګډون په اړه انديښنه څرګنده کړې وه.
زلنسکي ویلي و، هېواد يې د روسيې سره د جګړې د پايته روسولو لپاره سعودي کې مذاکراتو ته نه دی وربلل شوی او په دې اړه "حيرانه" دی.
د سې شنبې په ورځ د روسيې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف، د سعودۍ په پلازمېنه رياض کې د امریکا د بهرنيو چارو له وزير مارکو روبيو سره وليدل.
په کتنه کې د امریکايي او روسیې چارواکو ترمنځ د سولې خبرې شوې وې.
دا خبرې اترې پر اوکرايین د روسیې له يرغل راوروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې لومړۍ مخامخ خبرې وې.
دوی هوکړه وکړه چې د جګړې د پايته رسولو د خبرو لپاره به ډلې ګوماري.
د همدغې تیرې شنبې په ورځ چې د سعودي په پلازمینه ریاض کې امریکايي او روسیې چارواکو د اوکرایین د جګړې په اړه خبرې کولی، د اوکرایین ولسمشر د ترکیې په رسمي بلنه دغې هېواد ته ورغلی و.
هغه د ترکیې له ولسمشر طیب رجب اردوغان سره تر لیدو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي و، د ریاض خبرو ته د اوکرایین هیڅ استازی نه دی بلل شوی او ټينګار یې کړی و چې د سولې خبرو کې باید له تېروتنو ډډه وشي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې وه، د سولې خبرو کې باید امریکا، اروپا او اوکرایین ټولې خواوې حاضر وي.
ښاغلي زېلېنسکي وړاندې ویلي، د اوکرایین له ښکېلتیا پرته به د سولې تړون و نه مني.