بلوڅ بېلتونپالو په خپل ایالت کې د ۷ تنو د وژلو مسوولیت ومانه
دا برید د سې شنبې په شپه ناوخته په رخني نومې سیمه کې هغه مهال وشو چې وسله والو یو بس چې له پنجاب څخه کوټې ته روان و، په لویه لاره کې ودراوه، اووه تنه یې راکښته کړل او په ډزو یې ووژل.
د اسوشیتد پریس خبری آژانس د خبر له مخې بلوڅ بیلتونپالو ډلي په یوه بیان کې ويلي چې د دوی جنګیالیو په بسونو برید وکړ او د پوځ اووه تنه یې ووژل.
خو ځايي چارواکو دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو چې له امنیتي ځواکونو سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وخت ناوخته پر پوځ او امنیتي ځواکونو حملې کېږي چې مسوولیت یې یا د پاکستاني طالبانو تحرک، ټي ټي پی او یا د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بلوڅ بیلتون پاله ډله په غاړه اخلي.