د پولیو وروستۍ قرباني د بادغیس ولایت یوه پنځه کلنه نجلۍ ده
د پولیو واکسین کمپاین نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او «له پولیو څخه پاک افغانستان» سازمان وايي چې په دې څلور ورځني کمپاین کې به نږدې ۶،۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.