د بیګم راډیو خپرونې بیا پيل، خو دوه خبریالان یې لا بندیان دي
د افغان خبریالانو ملاتړي بنسټونه وایي، طالبان دې د بیګم راډیو هغه دوه خبریالان پریږدي چې پر دغې راډیو د چاپې پر مهال یې نیولي دي.
که څه هم د دغو خبریالانو هویت معلوم نه دی، خو د همدې راډیو مشرتابه تایید کړې چې د طالبانو استخباراتو یې دوه تنه کارکوونکي بندیان کړي.