د کابل ښار شمالي سیمو کې د کورونو تالاشي پیل شوې، خلک ترې خوښ نه دي
د کابل ښار د ځینو سیمو اوسېدونکي ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه یې کورنه پلټي او پوښتنې ږروېږنې ترې کوي.
دوی وایي، له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې یې د کورونو تالاشي پيل شوې چې دوی یې پر لامل خبر نه دي او د طالبانو ځواکونه هم ورته د تلاشۍ د لامل څه نه وایي.