ترهګرو ته د امریکا د مرستو د مخنیوي لایحه، پر افغانستان یې اغیز څه کیدای شي؟
یوه امریکايي سناتور ویلي، ترهګرو ته د امریکا د مرستو د رسېدو د مخنیوي لایحه یې د تصویب لپاره سنا مجلس ته سپارلې ده.
که چیرته دغه لایحه تایید او توشیح کیږي، له افغانستان سره د بشري مرستو څار هم زیاتیږي تر څو د طالبانو د حکومت چارواکي ترې ګټه وانخلي.