تورخم د شپږمې ورځې په مخه هم بند دی، خلکو او سوداګرو ته یې ستونزې زیاتې کړي.
ټاکل شوې وه چې له کابله د طالبانو د حکومت يو پلاوی تورخم ته ورشي او د فبرورۍ پر ۲۵مه پر صفري نقطه له پاکستانیو چارواکو سره وګوري.
خو د پاکستان د ملېشې ځواک یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د فبرورۍ ۲۵مې تر ماښامه پورې له کابله کوم پلاوی د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره تورخم ته نه وو ورغلی.
تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۴مه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مرستیال والي مولوي عبدالعزیز مصطفی په مشرۍ پلاوي په صفري نقطه کې د پاکستاني پوځ له ځايي مشرانو سره وکتل خو د لارې پرانیستلو په اړه کوم جوړجاړي ته و نه رسېدل.
پاکستانیو امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه تورخم دروازه له طالبانو سره په کرښه کې د تاسیساتو د لانجو له کبله بنده کړه.
له دې سره سوداګري او تګ راتګ بند شو او دغلته شته دفترونه تر نامعلومې نیټې وتړل شول.
د پاکستان پوله ساتو مشال راډیو ته ویلي، د طالبانو پوله ساتي په لانجمنو صفري سیمو کې تاسیسات جوړوي چې دوی پرې اعتراض لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي، پر خپله خاوره تاسیسات جوړوي او زیاتوي چې پاکستاني لوري بې له "خبرداري" لاره تړلې او ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تورخم لارې بندېدو له وجې د وره دواړو خواوو ته شاوخوا دوه زره په سوداګریزو توکو بار موټر بند پاته دي.
په تورخم کې سوداګریز چارواکي وایي، پر دغې پوله هره ورځ په اوسط ډول له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې لارۍ اوړي را اوړي چې اوس یې بندېدا سوداګرو ته ستونزې ډېرې کړي.
له دې پرته، سلګونه کسان، چې ناروغانو او د هغوی پایوازان هم پکې شامل دي، په لاره کې بند پاتې دي.
مساپر وايي، د تورخم د تړل کېدو له وجې له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د لانجو له کبله تورخم بنديږي، بلکې دا دروازه پخوا هم څو ځله بنده شوې چې خلکو ته یې سرخوږی جوړ او ستونزې یې ورته پیښې کړي.
تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.
هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.
پر تورخم او نورو لارو به خلکو پخوا بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې "د پولو د انتظام تګلاره" عملي کړه چې ورسره سم د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې شو، خو له ټرانزیت او سوداګرۍ سره تړلو سوداګرو او ډرېورانو به له سفري اسنادو پرته، په شناختي کارډ او تذکرو سفر کاوه.