په تورخم کې جګړه، د پاکستان درې سرتیري ټپیان شوي
په تورخم کې تيره شپه د طالبانو سرحدي ځواکونه له پاکستاني لوري سره په جګړه اوښتي دي.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د جګړې پیښېدل تایید کړل، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه. د طالبانو رسمي سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.