تورخم لا هم بند دی، د خلاصون لپاره یې سوداګر او قومي مشران جرګه شوي
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ " د مارچ نهمه" غرمه مهال ازادي راډيو ته وویل " نن د دواړو لوریو سوداګر او قومي مشران تورخم کې راټول شوي دي او په دې بحث کوي چې څنګه د دغه ستونزې دایمې حل لارې پیدا شي، دوی به دواړو دولتونو ته خپل وړاندیزونه او غوښتنې وړاندې کوي، په دې ناسته کې د دواړو لوریو حکومتونه مداخله نه کوي."
پرون هم د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو او سوداګرو په تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه انلاین غونډه کړی وه، چې یوه پرېکړه یې د همدې غونډې جوړول وو.
ها خوا د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل یا لواړګې بازار لسګونه اوسېدونکو پرون ناوخته د هر ډول تګ راتګ په مخه د دغې دروازې د خلاصون په موخه لاریون کړی و.
دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده د تورخم دروازې د خلاصېدو شعارونه ورکول.
لایون کوونکي وايي د تورخم لارې بندېدو دواړو لوریو ته سوداګري اغیزمنه کړې او ځايي اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
یوه لاریون کوونکي او د لنډي کوتل بازار اوسېدونکي تجري ګل افریدي چې د تورخم – پېښور په لاره ټکسي چلوي ازادي راډيو ته وویل، تورخم دوی لپاره د نفقې د ګټلو وسیله ده او د دغې لارې د بندیدو له امله له تېرو شپاړس ورځو راهیسي ډیری خلک بې کاره شوي دي"زموږ د پرون ورځې د لاریون هدف دا وو چې دا دروازه باید ژر ترژره خلاصه شي، ځکه له دې امله د دواړو غاړو اوسېدونکو ته ډېر زیان رسیږي، سوداګري په ټپه ولاړه ده، کاروبار نشته، دلته ډېرې غټي کورنۍ اوسیږي چې د همدې تورخم نه یوه مړۍ روزي ګټي، خو چې دا دروازه بنده شي د دغه کورنیو د یو وخت د ډوډۍ درک بیا نه وي."
د تورخم دروازه د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۱ مه د پاکستان حکومت له لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.
پاکستان تور پورې کوي چې دا دروازه یې د طالب ځواکونو له لوري په یو ممنوعه ځای کې د یوې پوستې د جوړولو په غبرګون تړلې ده.
خو په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمېسیار ویلي چې دوی په خپله خاوره کې د تاسیساتو د جوړولو حق لري.
د دروازې له تړل کېدو وروسته په وقفه یې ډول درې پرلپسې شپې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنې نښتې هم وشوې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم واوښته.
د تورخم لارې د بندېدو او دغو نښتو له امله ډیری ځايي اوسېدونکي هم له خپلو کورونو بې ځایه شوي، ناروغان او مسافر جدي ستونزو کې دي او دواړو خواوو سوداګرو ته هم درانه تاوانونه اوښتي دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسؤلینو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د دغه لارې د تړل کېدو له امله په ورځني ډول سوداګرو ته شا او خوا یو میلیون ډالر زیان اوړي.