سعودي عربستان به د امریکا او اوکراین تر منځ د خبرو کوربه وي
سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د کیېف او مسکو تر منځ د سولې د خبرو لپاره له مخکې لا زمینه برابره کړې ده او ښايي د امریکا او روسیې د مشرانو د خبرو لومړی کوربه هم شي.
ولې دا غونډه په سعودي عربستان کې کیږي او دغه هیواد پکې څه نقش لري؟ دا پوښتنه هم شته چې ولې دا خبرې کېږي؟
دا به د ټرمپ او زلنسکي تر لومړۍ غونډې وروسته خبرې وي چې په سپینه ماڼۍ کې سره کړې وې.
ټرمپ د فبروري د اته ویشتمې غونډې پرمهال زیلینسکي ته وویل: "تاسي د درېيمې نړیوالې جګړې قمار وهئ، او هغه څه چې تاسو یې کوئ د هیواد لپاره خورا بې احترامي ده."
زیلینسکي په پای کې پرته له دې چې له امریکا سره د اوکراین د معدنونو په برخه کې موافقه لاسلیک کړي له واشنګتن څخه ستون شو. کیېف هیله درلوده چې دا تړون به د متحده ایالاتونو دوامداره ملاتړ ډاډمن کړي. هغه پوځي ملاتړ چې اوکراین ورته په بیړني ډول اړتیا لري ځکه دا جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د مسکو له بشپړ یرغل وروسته پیل شوه.
دا خبرې اترې به چیرته ترسره شي؟
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې د خبرو اترو ځای جده یاد کړی دی. دا روښانه نه ده چې ولې یې د ریاض پر ځای جده غوره کړی. البته په تیرو وختونو کې هم جده ښار د نورو ډیپلوماتیکو غونډو کوربه توب کړی دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سلطنت به "د اوکراین د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د تلپاتې سولې" هڅې ته دوام ورکړي.
د دې وزارت په وینا: "سعودي عربستان په تیرو دریو کلونو کې د دې موضوع په اړه د ډیرو غونډو په کوربه توب سره دې هڅو ته دوام ورکړی دی."
څوک به په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي؟
زیلینسکي د جمعې په ورځ وویل: "موږ د خپلو هغو شریکانو سره چې سوله غواړي، او زموږ په څیر یې غواړي، کار ته دوام ورکوو. دلته به په اروپا کې ډېر کار وشي، له امریکا سره په سعودي عربستان کې - موږ د سولې د چټکتیا او د امنیت د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره په دې غونډه کې برخه اخلو."
ټرمپ پخپله د یکشنبې په ورځ د خبریالانو سره د خبرو پر مهال د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې ډېر خوښ ښکارېده.
ټرمپ وویل: "زه فکر کوم چې تاسي به بالاخره - او شاید په لیرې راتلونکي کې نه - پدې اونۍ کې به د سعودي عربستان له غونډې ځینې ښې پایلې ووینئ."
ټرمپ لا هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې پر یوه تړون تمرکز کوي.
که اوکراین او امریکا د ټرمپ لپاره د منلو وړ یو ډول تفاهم ته ورسیږي، دا به یوه پایله وي خو اروپا له دې خبرو اترو ګوښه شوې ده.
اروپايي ټولنې تېره اونۍ موافقه وکړه چې د دې قارې دفاع به پیاوړې کړي او د امنیت لپاره به په سلګونو میلیارده یورو ځانګړې کړي.