د تورخم دروازه نن ۱۸مه ورځ لا هم تړلې ده
د جرګې د پاکستاني لوري د دغو غړو په وینا، دا ډزې وروسته له هغې شوي چې افغان طالبانو د جرګې د غوښتنې خلاف په لانجمنه سيمه کې د دوشنبې سهار بيا پر پوستې کار پيل کړ.
دوی زیاتوي چې د پاکستاني استازو له مداخلې وروسته دا اقدامات بېرته درول شوي.
له ډیورنډ کرښې هاخوا غاړې ته د لنډي کوتل اوسېدونکى او د یکشنبې د جرګې ګډونوال نياز محمد شينواري ازادي راډيو ته ادعا وکړه: "تورخم پر سر بيا د مورچلې پر جوړولو کار پيل شوى و او د پاکستان له لوري وړې ډزې هم وشوې حال دا چې پرون په جرګه کې خبرې شوې وې چې مورچه به نه جوړوي او دوى به له هغه وروسته بارډر خلاصوي، خو د جرګې د اصولو خلاف دوى بيا هم پر مورچې کار روان کړى و."
د طالبانو حکومت لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تورخم دروازه نن د ۱۸مې ورځې لپاره لا هم د هر ډول تګ را تګ پر مخ تړلې ده.
د دې دروازې د خلاصېدو او د ستونزې د حل په هدف د یکشنبې په ورځ په تورخم کې د دواړو لورو د سوداګرو، قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ جرګه هم وشوه او په دې سلا شوې وه چې اوربند به ټینګېږي او وروسته به دروازه پرانیستل کېږي.
خو په دې برخه کې لا هم کوم پرمختګ نه دی تر سترګو شوی.
خو د جرګې افغان ګډونوال وايي چې د جرګې غوښتنې يې له طالب چارواکو سره شريکې کړي او راتلونکې ناسته کې چې لا يې دقيقه نېټه نه ده څرګنده، خپله پرېکړه اعلان کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي غړي خانجان الکوزي د مورچې د جوړولو تړاو د جرګې د غوښتنې په اړه ازادي راډيو ته وويل: "حکومت دا هېڅکله نه ورسره مني، وايي زموږ خپله سيمه او خاوره ده چې جوړو يې، زموږ د جرګې غوښتنه او خواهش دا و چې تاسو سياسي معاملې په تجارتي معاملو کې مه ګډوئ، هغوى وايي چې تاسو پوسته مه جوړوئ، زموږ سکټور خصوصي ورته وويل چې دا موږ پورې اړه نه لري، بايد حکومت سره خبرې وکړو، موږ دولت ته وويل، دولت وايي دا زموږ کار دى، زموږ سيمه ده، هغوى په خپله خاوره جوړه کړې، موږ يې هم جوړوو، جرګه کې موږ ورته وويل چې موږ د پوستې د نه جوړولو ګرنټي نه کوو، خاص خبرې به مو امارت سره شريکې کړو."
د تورخم تړل کېدو سوداګري او عام تګ راتګ هم له سختو خنډونو سره مخ کړی دی.
ضياالحق، یو افغان سوداګر په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "زيان خو معلومه ده، کوم موټړ چې ولاړ دي نيمايي سبزي خراب شول، ټول مالونه مو نيمايي بېرته وګرځول، يوه بله لار د غلام خان لار ده، خوست سره نښتې لار ده، په هغې لاره يې چې هم راوړو کراګانې اوچتې دي، ټول په ستونزو کې دي."
نوموړى له چارواکو غواړي چې د لارې خلاصېدو پر سر دې دواړه لوري ژر هوکړې ته ورسېږي څو د نورو زيانونو مخنيوى وشي.
د تورخم لارې د بندېدو او دغو نښتو له امله ډېری ځايي اوسېدونکي هم له خپلو کورونو بې ځایه شوي، ناروغان او مسافر جدي ستونزو کې دي او د دواړو خواوو سوداګرو ته هم درانه تاوانونه اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دروازې له تړل کېدو وروسته په وقفه یې ډول درې پرلپسې شپې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنې نښتې هم وشوې چې له امله یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم واوښته.