اوکراییني چارواکې: اوکرایین له روسیې سره اوربند ته چمتو دی
په سعودي عربستان کې له شاوخوا نهو ساعتونو خبرو اترو وروسته، امریکايي او اوکرایني چارواکو د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۱۱مه) اعلان وکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به له اوکراین سره د پوځي مرستو او د استخباراتي معلوماتو شریکول ځنډ به لغوه کړي، ځکه اوکراین له روسیې سره د اوربند له لارې جګړې ته چمتووالی ښودلی دی.
د اسوشیېټډ پرېس په وینا، د ولسمشر ټرمپ ادارې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې له اوکراین سره پوځي مرستې او د استخباراتو شریکول وځنډول، څو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دې ته اړ کړي چې د روسیې له یرغلګرو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي.
په سعودي عربستان کې د امریکايي او اوکرایني چارواکو تر منځ له خبرو اترو وروسته په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې اوکراین د ۳۰ ورځني لنډمهاله اوربند لپاره د امریکا د وړاندیز منلو ته چمتووالی ښودلی چې د ښکېلو خواوو له موافقې سره به وغځول شي او د روسیې فدراسیون له خوا په ورته وخت کې د منلو او پلي کېدو تابع وي متحده ایالات به روسیې ته خبر ورکړي چې د دوی متقابل عمل سولې ته د رسیدو لپاره یواځنې لار ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې په سعودي عربستان کې یې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار مایک والټز سره په خبرو کې برخه اخیستې، ویلي چې دی به کرملین ته د اوربند وړاندیز وړاندې کړي او ورته وویل شي چې دا هغه څه دي چې اوکراین چمتو دی چې د سولې خبرې پیل کړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم ویلي چې د اوکراین پلاوي دا څرګنده کړې چې دوی د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ له لیدلوری سره شریک دی.
اسوشیټیډ پریس د یوې باخبرې سرچینې په وینا چې د خبرو کولو اجازه یې نه درلوده، راپور ورکړ چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف د دې اونۍ په وروستیو کې مسکو ته ځي، چیرته چې هغه به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. د سرچينې په وينا، شونې ده، چې د دغه سفر مهال وېش بدل شي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې له اوکراین سره موافقه شوې چې ژر تر ژره د دغه هېواد د حیاتي معدنی منابعو د پراختیا په اړه یو جامع تړون لاسلیک کړي.
د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکايي او اوکرایني چارواکو ترمنځ په جده کې دا یو ورځنۍ خبرې څو ساعته وروسته له هغې پیل شوې چې روسیې تر ۳۰۰ ډېرې اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې وویشتلې، چې دا د مسکو له خوا پر اوکراین د بشپړ یرغل وروسته پر روسیې د اوکرایني ځواکونو تر ټولو لوی برید و.